د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د شمالي کوریا دریمې اټومي ازموینې ته په پام سره له جاپان سره د امریکا پر ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د اټمي وسلو په ګډون به له خپل متحد څخه ساتنه وکړي.
سپیڼې ماڼۍ وویل، اوباما دغه ژمنه د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره په ټیلفوني خبرو کې وکړه.
په لیکلي بیان کې ویل شوي، چې اوباما یوځل بیا ټینګار وکړ، چې متحده ایالات به له جاپان سره د امریکا د اټمي چتر لاندې د مخنیوي د اقدام په ګډون په خپلو دفاعي ژمنو کې ثابت قدم پاتې شي.
په بیان کې دغه راز ویل شوي، چې د امریکا او جاپان مشران به په ګډه کار کوي ترڅو د ملګروملتونو امنیت شورا په دې اړه د پام وړ اقدام وکړي او هم به د هغو اقداماتو لپاره په ګډه همکاري کوي، چې هدف یې د شمالي کوریا د اټمي وسلو او د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د پروګرام مخنیوی دی.