اروپايي کمیسیون، چې د اروپايي اتحادیې اجراییه قوه ګڼل کېږي، غواړي چې په اروپايي هېوادونو کې د غويي پر غوښو د ډي این اې ازموینه وکړي څو د غويي د غوښې پر ځای د اس د غوښې د پلورولو په اړه مالومات ترلاسه کړي.
دا وړاندیز د اروپايي اتحادیې د روغتیايي چارو کمیشنر تونیوبورګ د اروپايي اتحادیې د هیوادونو د کرنې د وزیرانو ترمنځ له خبرو وروسته وکړ.
پرون جرمني هم په هغو هېوادونو کې شامل شو چې د غويي پر غوښو د جعلي ټاپو د موندلو لپاره یې ازمېښت پیل کړی دی.
د بریتانیا د چاپېریال ساتنې، خوراکي موادو او کلیوالي چارو وزیر اوین پېټرسن پرون په بروکسل کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:
«که د دې اتحادیې غړي په دې موضوع ، چې یوې نړیوالې جنايي دسیسې ته ورته والی لري، اغېزمن شي، د اروپا پولیسو یوروپول ته د دخالت لاره اوارېږي.
زه غواړم چې په هرهېواد کې د خوراکي موادو د ستندرد ټاکوونکو موسسو له خوا د مالوماتو تبادله ژر تر ژره ووینم. څو غړي هیوادونه اقدام وکړي. موږ په دې برخه کې ورو خوځېږو.»
د بریتانیا، فرانسې، هالنډ، سویس او سویډن پلورنځیو د هغو غوښو او تولیداتو خرڅلاو منع کړی چې د اس د غوښې نښې پکې لیدل شوي دي.