جان کري وایي، نړېواله ټولنه باید د شمالي کوریا د وروستۍ ازموینې په وړاندې عکس العمل ښکاره کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، نړېواله ټولنه باید د شمالي کوریا د وروستۍ ازموینې په وړاندې قوي او جدي عکس العمل ښکاره کړي ترڅو ایران ته وښیي، چې د نړۍ قدرتونه د اټمي وسلو د نه پراختیا په کار کې جدي دي.

کري چې په واشنګټن کې یې خبرې کولې په دې اړه چې د شمالي کوریا د تیرې سې شنبې د ورځې تر ځمکې لاندې دریمې اټمي ازموینې په وړاندې څه ډول اقدام وشي، جزیات څرګند نه کړل، خو هغه دومره وویل، هغسې چې شمالي کوریا د دغې بې پروا هڅې اجازه نه لرله ایران هم د دې کار اجازه نه لري.

ایران د شمالي کوریا خلاف له دې انکار کوي، چې د اټمي وسلو د تولید په لټه کی دی، خو دې هېواد د یورانیمو د غني کولو د بندولو لپاره د نړېوالو غوښتنه رد کړې ده.

ټاکل شوې ده، چې د نړۍ قدرتونه به د ایران د اټمي لانجې په اړه د خبرو بل پړاو د فبرورۍ په ۲۶ په قزاقستان کې ترسره کړي.