په داغستان کې یو مشکوک کس د یو سیمه يیز پولیس د ماشومانو د وژنې په تړاو نیول شوی

د روسیې د شمالي قفقاز په داغستان کې یو مشکوک کس د یو سیمه يیز پولیس د ماشومانو د وژنې په تړاو نیول شوی دی .

د روسیې د څیړنو د کمیټې چارواکو ویلي دي، چې دا یو ویشت کلن مشکوک یې د چارشنبې په ورځ نیولی دی او په دې وژنو یې اعتراف هم کړی .

د دوشنبې په ورځ د بیلدیژي په نوم کلي کې د یو پولیس د دوو په چړو وهل شویو زامنو مړي په خپل کور کې موندل شوې وو.

له کور څخه د ګاڼو بکس او درې سوه زره روبله چې تقریبا لس زره امریکايي ډالر کیږي هم ورک وو .

د روسیې د شمالي قفقاز سیمه بې کارۍ ، اداري درغلیو او د پولیسو له خوا زورزیاتي زپلې ده .

په دې سیمه کې نژدې هره ورځ د سخت دریځو اسلامپالو له خوا پر حکومتي چارواکو او پولیسو ډزو او بمي چاودنو ، په سیمه کې تاو تریخوالې نور هم زیات کړی دی .