پرتیبت د چین د واک پرضد د ځان سوزونې د اعتراضونو د لړۍ په یوې وروستۍ پېښه کې یو سړی چې د بودايي راهب جامې یې اغوستې وې د نیپال په پایتخت کې ځان ته اور اچولی دی.
عیني شاهدانو ویلي دي، دې سړي ځان په پیترولو لړلی و او د چارشنبې په ورځ یې په کتمندو کې ځان ته اور واچوه، نوموړي ترهغې چې د بودایانو د یو زیارت مخې ته راپریوت د چین پرضد شعارونه ورکول.
پولیس وايي، دا سړی یې په بد حالت کې روغتون ته رسولی دی.
تر اوسه پورې د ۲۰۰۹ م کال راهیسې د همالیې د دتیبت په سیمه کې د چین د واکمنۍ او د هان په نوم د چینايي اکثریت د ظلمونو پر ضد لږ تر لږه سلو تیبتي ښځینه او نارینه راهبانو او نورو ځانونو ته د اعتراض په توګه اور اچولی دی . له دوی څخه ډیر یې مړه شوې دي .
دا ځان سوزونې تر ډیره د چین تر ولکې لاندې د تیبت په سیمه کې پېښېږي. بیجنینګ د تیبت جلا وطنه روحاني مشر دلای لاما ملامتوي چې خلک ځان سوزونې ته هڅوي .