حقانیار: که بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي نو طالبانو ته به د جګړې پلمه پاتې شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې ۳۴ زره امریکایي عسکر به د یوه کال په موده کې له افغانستانه وباسي.

اوباما دا خبره تیره شپه ملت ته په وینا کې وکړه.

۳۴ زره عسکر د هغو ۶۶ زره امریکایي عسکرو تقریبا نیمایي برخه ده، چې په اوس وخت کې په افغانستان کې حضور لري.

په دې اړه نوریاس نوري په سویډن کې میشت د افغانستان د سیاسي چارو له کارپوه عبدالکریم حقانیار سره مرکه کړې او لومړی یې ترې دا پوښتنه کړې، چې داسې اندیښنې شته، چې په بیړه د دومره امریکایي عسکرو په وتلو سره به د افغانستان امنیتي وضعیت نور هم خراب شي، تاسو دغه اندیښنې څومره پرځای بولی؟

Your browser doesn’t support HTML5

له حقانیار سره مرکه


Your browser doesn’t support HTML5

له حقانیار سره مرکه