د امریکا د دفاع وزارت مرستیال اشتون کارتر وایي، که په راتلونکې میاشت کې د دې وزارت د میلیارډونو ډالره بودجه په اتوماتیک ډول کمه شي، د دفاع وزارت به اړ شي چې سلګونه زره ملکي کارکونکې له تنخوا پرته رخصت کړي.
کارترویلي چې د دفاع وزارت به دغه راز اړشي چې د کشتیو او الوتکو د ترمیم چارې ودروي او د روزنې په پروګرامونوکې د پام وړکموالی راولي.
د امریکا د دفاع وزارت د مارچ او سپټمبر میاشتو ترمنځ د ۴۶ میلیون ډالرو د بوجی له کمښت سره مخا مخ دی.
کارتر چې پرون یې په دې اړه د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې په استماعیه غونډه کې خبرې کولې، د کانګرس له غړیو وغوښتل چې ګوندي اختلافات یوې خواته کړي او د بودجې د کمښت مخه ونیسي.