روسیې هغه لایحه تصویب کړه، چې په عام محضر کې سګرت څکول منع کوي

د روسیې ولسي جرګې په اکثریت رایو سره هغه لایحه تصویب کړه، چې په عام محضر کې سګرت څکول منع کوي.

دغه لایحه پرون په ۴۴۱ مثبتو او یوې منفي رایې سره تصویب شوه.

دغه لایحه اوس د مشرانوجرګې تصویب ته اړتیا لري او وروسته به یې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم توشیح کوي.

په قهوه خانو، رستورانونو، پوهنتونونو او نورو عامه ځایونو کې په سګرت څکولو بندیز به د جون د میاشتې له لومړۍ نیټې عملي کېږي.

ویل کېږي، چې پر سګرټو به مالیه هم زیاته شي.

د هغو کسانو شمېر چې په روسیه کې سګرت څکوي په نړۍ کې تر ټولو لوړ دی یانې اټکل کېږي، چې ۴۴ میلیون وګړي په روسیه کې د نیکوتین په استعمالولو روږدي دي.