د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا درېیم اټمي ازمیښت په کلکه وغانده.
د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیرکېم سنګ هاون چې هېواد یې روانه میاشت د ملګروملتونو دوره یي مشري په غاړه لري، وویل، دغه ازمیښت د ملګروملتونو له پریکړه لیکونو څخه جدي سرغړونه ده.
هغه د امنیت شورا له بیړنۍ غونډې وروسته وویل، دا شورا به اوس د دغه ازمیښت په وړاندې پر مناسبو اقداماتو غور وکړي.
په ملګروملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیرې سوسن رایس وویل، واشنګټن او متحدین یې نیت لري هغه بندیزونه سخت کړي چې پر پیونګ یانګ د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو د اټومي ازموینو په خاطر لګول شوي دي.
د ملګروملتونو عمومي منشي بانکې مون یو ځل بیا پرپیونګ یانګ غږ وکړ، چې د اټمي وسلو له پروګرام څخه لاس واخلي:
(له نړېوالې ټولنې سره په ګډه ما په کراتو کراتو د پیونګ یانګ پرمشرتابه غږکړی چې خپل د اټومي وسلو پروګرام بند کړي، د نړېوالو اندیښنې د خبرو له لارې لیرې کړي او له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا جنوبي کوریا او نړیوالې ټولنې سره د باور فضا رامنځ ته کړي.)
شمالی کوریا د سې شنبې په ورځ وویل، چې دغه ازموینه یې د امریکا د دښمنۍ په وړاندې لومړنی اقدام دی او خبرداری یې ورکړ، چې که واشنګټن خپلې دښمنۍ ته دوام ورکړي، نو به نورو جدي اقداماتو ته هم مخه کړي.
د شمالي کوریا د غه اټومي ازموینه چې ترځمکې لاندې یې ترسره کړه، ترټولو قوی ازمیښت و.