د کاپیسا ولایت چارواکې وایي، چې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې د درې بهرنیو طالبانو په ګډون دولس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه عملیات پرون د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې ترسره شول.
د تګاب ولسوال عبدالقدوس ازادۍ راډیو ته وویل، چې یو طالب چې ټپي شوی و، ژوندی نیول شوی.
د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ویلي، چې په دغو عملیاتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي خو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا طالبانو ادعا کړې چې د امریکایي ځواکونو یو ټانک یې الوزولی او څلور امریکایي عسکر یې وژلي دي.
خو دغه ادعا سیمه ییزو چارواکو رد کړې ده.