د نړۍ په یو شمېر سیمو کې خلک د څښاک اوبه نه لري

په ۲۰۱۰ میلادي کال د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلي ۲۰۱۳ میلادي کال د اوبو د نړېوال مشارکت کال په نوم یاد کړ، خو د نړۍ په یو شمېر سیمو کې چې خلک یې د چېښلو د اوبو له کمښت سره مخامخ دي د دې کال د لمانځلو لپاره ډيره لږ انګیزه لري.

په دې سیمو کې د تاجکستان د ختلان ولایت شامل دی، چې د چېښاک د اوبو له جدي ستونزې سره مخامخ دي.

تاجکستان چې تر ۱۳۰۰ زیات جهیلونه او په سلګونو سیندونه لري، چې له واورو څخه سرچېنه اخلي، دغه هېواد اصلاً باید د چېښاک د پاکو اوبو ستونزه ونه لري، اما د تاجکستان په میلیونونو اوسیدونکې په ډير مشکل د چښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لري.

د ختلان ولایت چې د تاجکستان په جنوب کې واقع دی او دوه لوی سیدونه پنج او وخش له دغه ولایت څخه تیریږي، خو بیا هم په دغه هېواد کې ختلان تربل هرولایت د چېښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

د ختلان ولایت څلورمیلیونه نفوس لري، په سلو کې ۲۰ کسه د چېښاک پاکې اوبه لري، پاتې کسان د هغو والو او یا هم د زراعتي کانالونو څخه اوبه اخلي، چې ډيرې چټلې او د نباتي آفاتو پر ضد کېمیاوي موادو باندې ککړې دي.

د ختلان اوسیدونکي میرمن کریموا او د هغې خاوند د کثیفو اوبو د چېښلو له کبله د تایفائید یا لويي تبې په ناورغي اخته دي.

د هغوي دوه ماشومان له همدې ناروغي سره یوځای دنیا ته راغلي دي:

«دا دی، اوبه نه لرو د پاکو اوبو د کمښت له کبله، د کورنۍ درې غړي ناروغه دي.

د پاکو اوبو کمښت دومره ډير دی چې، د اوبو د سپما لپاره زما ماشومان لکه څرنګه چې ښايي خپل لاسونه او مخ نه مینځي، تر دې ځایه چې ما خپلو ماشومانو ته ویلي دي، ډیري اوبه ونه چېښي.

حکومت باید د دې ستونزې د حل لپاره څه وکړي موږ هم د دې ټولني غړي یو.»

میرمن کریموا چې له یوه لیري کلي څخه په سطل کې اوبه راوړي وايي، داسې ورځي یې هم په یاد دي چې، د پخواني شوروي اتحاد، د حکومت پروخت هره ورځ په وړیا توګه کلیو ته په لویو ټانکرونو کې د چېښلو اوبه راوړل کېدې.

په ۱۹۷۰ میلادي کال داسې یوه پروژه تر کار لاندې وه، چې که بشپړه شوې وای نو د ختلان ولایت هر کورته به د پاکې د چېښاک صحي اوبه رسیدلای، خو د شوروي اتحاد له ختمیدو سره یوځای د پروژې ټولې زیربناوې ورکې شوي.

د سیمي د اوبو رسولو یو مسؤل مرزا اشوروف د دې ستونزې د حل په برخه کې د حکومت د یو لړ نویو اقدماتو په اړه خبرې کوي.

دی وايي، چې حکومت د قرغان تیپه په سیمه کې د اوبو د زخیره کولو لپاره اقدام کړی دی، اما د دې سیمي اوسیدونکې او کارپوهان دا کافي نه بولي.

د قرغان تیپه د پوهنتون اقتصادي څانګي استاد سنګ علي رحیموف، د سیمي د اوسیدونکو اندیښنې تائیدوي:

« سیمه ئیز مقامات او په پارلمان کې د دې سیمي او ولایت اساتازي د دې ستونزې پر ژور حل فکر نه کوي.

که هغوي دغه مساله مهمه ګڼلای، نو د شل کلنې خپلواکۍ په موده کې به یې د دې ستونزې د حل یو چاره موندلې وای، یو سرمایه، یا پیسې به لاس ته راغلې وای، اما افسوس چې دا کارونه هیر شوي دي.»

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلی د پریکړې پر اساس چې ۲۰۱۳ میلادي کال د اوبو د نړېوال مشارکت په نوم یاد شوی دی، نه یوازې د ختلان ولایت، قرغان تیپه، بلکې د افغانستان په شمول د نړۍ بېلابېلې سیمو د انساني ژوند د ډیرو لومړیو اړتیاوو یعنې د چېښلو د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ دي.