پاکستان ته د دیني عالمانو تللی پلاوی ډک لاس هېواد ته راستون شو

د افغانستان د دیني عالمانو هغه پلاوی چې اسلام ته د دواړو هیوادونو د دیني عالمانو د ګډ کنفرانس د جوړیدو په اړه تللی و؛ وايي، له پاکستاني لوري سره په دې اړه موافقې ته رسیدلي دي.

د دې پلاوي یوه غړي امین الدین مظفري نن په کابل کې وویل؛ چې دغه کنفرانس به د افغانستان او پاکستان د پنځو سوو دیني عالمانو په ګډون په راتلونکې میاشت کې په په کابل کې جوړیږي.

"موږ اته کسیز پلاوی چې پاکستان ته تللی وو، ډک لاس له دې سفره راستون شوي یو؛ هغه اجنډا مو چې وړې وه هغه مو له ځان سره راوړې ده او انشاالله دا کنفرانس په کابل کې جوړيږي."

مظفري وویل، چې د دیني عالمانو کنفرانس کې به سربیره په افغانستان او پاکستان کې د سولې او ثبات په مسالې سربیره د اسلامي نړۍ په مسایلو خبرې وشي.

هغه وویل، چې دا کنفرانس د هیڅ کوم ډلې پر ضد نه جوړیږي. وسله والوطالبانو له دې کنفرانس سره مخالفت اعلان کړی.