د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې د دې ولایت له محبس نه څه باندې شل تنه بندیان ازاد شول.
د ننګرهار د محبس قومندان عبدالولي حصارک ازادۍ راډيو ته وویل،چې د ولسمشر د ۱۱۴ ګڼې فرمان له مخې نن دوه ویشت تنه بندیان، چې یوه په کې ښځه ده له بنده ازاد شول.
نوموړی وايي، له دې سره خوا کې ۳۳ تنو بندیانو ته تخفیف هم ورکړل شوی دی.
اوسمهال د ننګرهار په محبس کې ټول ۱۴۵۳ تنه محبسین دي،چې له دې ډلې ۲۱ تنه ښځينه بندیانې او پآتې نور يي نارینه دي.