د ناوي سیل په نوم د امریکايي کومانډو ډلې یو غړی چې د القاعده شبکې د مشر د وژلو ادعا کوي په یوه مرکه کې د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې پر اسامه بن لادن د ډزو جریان بیان کړی.
په دې مرکه کې چې پرون په اسکوایر Esquire نومې مجله کې خپره شوه؛ د دې سرتېري نوم نه دی افشا شوی، خو ویل شوي، چې یادشوي سرتېري د امریکا د سمندري کومانډو ځواکونو په لیکو کې شپاړس کاله خدمت کړی.
په مرکه کې دا سرتېری کیسه کوي، چې څنګه سیل کومانډو ډله په اېبټ آباد کې د بن لادن د کور خواته ورروانه شوه او وروسته ده د القاعده مشر ولید او پر ککره یې په دریو مرمیو وویشت.
دا سرتېری وايي، دی اوس له دې وېرېږي، چې د القاعده ډلې پلویان ښايي د ده مېرمن او ماشومان ووژني او خپل غچ واخلي. دی داهم وايي چې د امریکا د یو وزګار ملکي تبعه په توګه چې د تقاعد پوره معاش او صحي بیمه نه لري له مالي ستونزو څخه اندېښمن دی.