جنوبي کوریا وايي شمالي کوریا تر ځمکې لاندې اټمي ازموینه کړې

جنوبي کوریا دفاع وزارت چارواکي وايي، فکر کوي چې شمالي کوریا یوه ترځمکې لاندې اټمي ازموینه کړې ده.

له دې مخکې د ځمکې پېژندنې ادارو په شمالي کوریا کې د رېښتر په مقیاس د پنځو درجو زلزلې خبر ورکړ، چې مرکز یې د شمالي کوریا د اټمي ازموینو ساحې ته نژدې و.

د ملګروملتونو د اټمي ازموینو د مخنیوي اداره وايي؛ چې د ځمکې په دې ټکانونو کې د چاودنې واضح خصوصیات لیدل کېږي.