ایراني مقاماتو پرون د حکومت د اپوزوسیون د دوو مهمو مشرانو میر حسین موسوي او مهدي کروبي اولادونه د لنډ وخت لپاره له نیول کیدو وروسته خوشې کړل.
چارواکو د موسوي د لوڼو "نرګس او زهرا" پر اپارتمان چاپه ووهله او د لنډ وخت لپاره يې ترې تحقیق وکړ.
ایراني مقاماتو ویلي، دا دواړه ښځې يې احضار کړې، څو ځینو پوښتنو ته ځواب ووايي.
په پاریس کې د موسوي یوه ویاند "امیر ارجمند" وویل؛ ایراني ځواکونو له یوې اوږدي مودې راهیسې د موسوي کورنۍ تر فشار لاندې نیولې ده.
"د موسوي دوهمه لور زهرا موسوي د پوهنتون پروفیسوره وه؛ خو په غیر قانوني توګه هغه له پوهنتون څخه وویستل شوه. امنیتي ځواکونو د موسوي په دریمه لور نرګس باندې هم فشار راوستې او له هغې سره يې نا سم چلند کړی دی."
له دې وروسته د مهدي کروبي ویب پاڼې خبر ورکړ؛ چې چارواکو د نوموړي ځوی حسین کروبي هم د څو ساعتونو لپاره توقیف کړی وو.
دغو درې واړو د خپلو پلرونو میر حسین موسوي او مهدي کروبي د خلاصون لپاره چې د ایران حکومت له ۲۰۱۱ کال راهیسې نظر بند ساتلي؛ کمپاین ترسره کړې دی.