په معاصر تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سني مسلمانانو د دیني زده کړو د ستر او تاریخي مرکز الازهر عالمانو د یوې پټې او مستقیمې رايې ورکونې له لارې د مصرلوی مفتي انتخاب کړی دی.
د الازهر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي؛ چې "شوکي ابراهیم عبد الکریم" د مصر د لوی مفتي په توګه ټاکل شوی دی.
تمه کیږي، چې د نوموړي ټاکنه اوس د مصر د ولسمشر محمد مرسي له خوا هم تصویب شي.
له دې وړاندې د مصر مفتیان د دې هیواد د ولسمشر له خوا ټاکل کیدل.
شوکي ابراهیم عبد الکریم له ۱۸۹۵ کال راپدیخوا د مصر نولسم ستر مفتي دی؛ چې د معتدله علي الجمعه پر ځای چې په ۲۰۰۳ کال کې يې دا دنده پر غاړه اخستې وه، د مصر د لوی مفتي په توګه ټاکل کیږي.