د امریکا د متحدو ایالتونو په جنوبي ایالت میسیسیپي کې یوې لویې بړبوکۍ( ټورنیډو) چې د دې ایالت په درې سیمو راتاوه شوې لږ تر لږه لس کسان ټپیان کړي دي او په سلګونو ودانۍ یې زیانمنې کړي دي.
ویل کیږي، چې د هاټیس بورګ په نوم ښارپه دې توپانې بړبوکۍ کې تر ټولو ډیر زیان لیدلی دی . په دې کې د جنوبي میسیسپي د پوهنتون ودانۍ ته هم زیان اوښتی دی .
چارواکي وايي ، ددې بړبوکۍ له کبله تر اوسه د چا د مړینې کومه پېښه نه ده څرګنده شوې .