هند کې د رېل په يوه تمځای کې د ګڼه ګوڼې له کبله لږ تر لږه د ۳۶ کسانو د مړينې د علت د څیړنې امر شوی

د هندوستان د اورګاډو وزیر پاوان کومار بانسل وايي، د دې هېواد په شمال کې د اورګاډي په یو سټیشن کې د خلکو د پښو لاندې کیدو د پیښې په اړه د څیړنو امر ورکړی څو معلومه شي چې ولې لږ تر لږه شپږ دیرش کسان تر پښو لاندې ووژل شي او ګڼ نور ټپیان شول.

دا پيښه د یکشنبې په ورځ په الله اباد د اورګاډي په یو تم ځای کې د ګڼې ګوڼې د زیاتیدو پر مهال رامنځ ته شوې ده، په دې سیمه کې د هندوانو د یو مذهبي جشن لپاره په میلیونو کسان راټول شوي دي.

د هندوستان د اورګاډو وزیر پاون کومار بنسال وايي، په تم ځای کې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه د دې پېښې سبب شوې ده:

((د ترلاسه شوېو معلوماتو څخه څرګندیږي، چې د اورګاډي په دې تم ځای کې ډیر زیات خلک راټول شوې وو.

په تم ځای د خلکو د ګڼې ګوڼې زیاتیدل د دې سبب شوي چې هغه موانع ونړوي چې موږ جوړې کړې دي.

ډیر شمېر کسان چې تر پښو لاندې شوي د یو پل د پاسه وو . په دې ځای کې ډیره بې نظمي وه او ان همدا اوس هم ډیر زیات خلک په دې تم ځای کې راټول شوي دي . ))

پولیسو هغه اوازې رد کړې، چې ګوندې د دوي له خو د کوتکو په ګوازرونو سره د خلکو د کنترول هڅه هم ددې سبب شوې چې ګڼ کسان تر پښو لاندې شي .

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې ده، چې شا او خوا دیرش میلیونه هندوان د کومبه میله په نوم جشن کې برخه اخلي چې په ترڅ کې یې دوی د ګنګا، جمنا او سراسوتي په سیندونو کې لامبي .