پخوا به معتادینو نشه يي توکي لکه چرس، پوډر، تاریاک او داسې نور په داسې ځایونو کې کارول چې د خلکو له سترګو په چپ و، چا نه لیدل، خو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ښکاره لیدل کیږي، چې په ډله يیزو توګه ناست وي او نشې کوي.
له همدې امله دا اندیښنه پیدا شوې چې د معتادیتو شمېر ډیر شوی، دولتي مسول کسان هم دا مني، چې دوي هم په نشه يي توکو روږي کسان ډیر ویني، هغوی یي علت له ګاونډیو هېوادونو نه د هغوي راتلل ښيي.