د افغانستان د عالمانو شورا د مشر قیام الدین کشاف په مشري د دیني عالمانو اته کسیز پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یوه مسول، چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه وکړه ازادي راډیو ته وویل چې، دا پلاوی به له پاکستاني دیني عالمانو سره په افغانستان کې د جوړېدونکي کنفرانس پراجنډا خبرې و کړي او هغوي ته به په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه هم ورکړي.
د افغانستان او پاکستان حکومتونو تیر کال موافقه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو په سطحه به یوه غونډه په کابل کې جوړوي څو په افغانستان، پاکستان او سیمه کې ځان وژونکې حملې له دیني اړخه و څیړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي ر سول پرون وویل چې دا کنفرانس به د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې جوړ شي.