د بشري حقونو یوې مدافع ډلې پرون په افغانستان کې د لواطت په تور پر یوه 13 کلن ماشوم د یوکال حبس حکم وغانده. دا ماشوم په هرات ولایت کې له دوو لویانو سره د لواطت په خاطر بندي شوی.
د افغانستان په قوانینو کې لواطت جرم دی خو د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، د اخلاقي جرم تور، چې له نکاح پرته ټول جنسي اړیکي پکې شامل دي، په دې قضیه کې د تجاوز پریوه قربانۍ وارد شوی، نه پر اصلي مجرمانو.
په بیان کې د بشري حقونو د څار ټولنې د آسیايي برخې د مشر براډ آډامز Brad Adams له قوله راغلي چې وايي، کله چې کوم څوک له یوه دیارلس کلن ماشوم سره لواطت کوي، هغه ماشوم جنایتکار نه بلکې د جنسي تجاوز د جرم قرباني شمېرل کېږي.
د هرات ولایت د قضا چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هیومن رایټس واچ Watch Rights Human بیان په افغانستان کې د بچه بازۍ یا د نابالغو هلکانو د ساتنې عادت هم غندلی دی.