د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په هېواد کې د یوه نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو خبر ورکوي.
زلمي رسول پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دې پوهنتون د جوړیدو موافقه مصر ته د ولسمشرحامدکرزي د وروستي سفر په ترڅ کې وشوه.
د بهرنیوچارو وزیر زیاته کړه چې د دې پوهنتون د جوړیدو لګښت اسلامي پراختیایي بانک ورکوي.
د لوړو زده کړو وزارت او عام افغانان د دې پوهنتون د جوړیدو له پرېکړې خوشحاله دي او وایي، دا پوهنتون به افغانانو ته په نړیوالو معیارونو د اسلامي زده کړو ښه فرصت برابر کړي.