د انتاني روغتون چارواکي وايي، چې نن سهار د اونکس ساختماني شرکت څه باندې سلو کارکونکو د غذایي تسمم په خاطر دوی ته مراجعه کړې ده.
د دغو چارواکو په وینا له دغو ناروغانو یې یو سل او څلور کسان بستري کړي او ځينې ځینې لا هم راروان دي.
د اونکس ساختماني شرکت یو شمیر کارکونکو چې دغه روغتون ته مراجعه کړې؛ وايي، چې د شپې د ډوډۍ له خوړلو وروسته ورته ګنګسیت، زړه بدوالی د معدې درد او ضعف ستونزې پیدا شوي دي.
د انتاني روغتون رییس ډاکټرعبدالرحمن اکبري له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغو ناروغانو اوسنی حالت ښه وباله.
خو د اونکس ساختماني شرکت یوه کارکونکي بشیرنبي زاده د دغو کارګرانو غذايي تسمم رد کړ او وايي، چې دغه کارګران د پاکوالي د نه پاملرنې او د سړو له امله ناروغه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پیښې په اړه څیړنې روانې دي او د دغه شرکت د پخلنځي مسوول تر پلټنو لاندې نیولی دی.