ننګرهار: ډنډ ته د یوه موټر د لوېدو په پېښه کې ۵ تنه مړه شوي دي

په ننګرهار کې اوبو ته د یوه موټر د لویدو له امله پېنځه تنه مړه شوي دي.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو رييس ارکان سمونوال محمد ایوب حسین وايي، پرون له غرمې وروسته د جلال اباد ښار د غوچک په سیمه کې یو ډاډسن موټر د اوبو نېر ته لویدلی.

د سیمې د خلکو په خبره دغه موټر د تخنیکي ستونزو له امله د ډریور له کنټروله وتلی او د اوبو نیر ته لویدلی دی.