د امریکا د متحده ایالاتو جګ پوړي پوځي مشر نن وویل؛ پوره باور لري، چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به کافي شمېر امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې وي او د درې مرحلو هغه ماموریت به بشپړ کړي؛ چې په شیکاګو کې د ناټو د تير کال غونډې کې ورباندی توافق شوی و.
د امریکا د متحده ایالاتو د لويو درستېزانو د کمیټې مشر جنرال "مارټین ډیمپسي" وایي؛ نه پوهیږي، چې جمهور رییس بارک اوباما به ملت ته د خطاب په راتلونکي وینا کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د دېره امریکایي عسکرو شمېر اعلان کړي او کنه.
جنرال ډیمپسي زیاته کړه، په ۲۰۱۳ م کال کې د امریکایي پوځیانو د شمېر او سمبالښت اعلان باید چې ډېر ژر وشي او دا ځکه چې له دې کال څخه دوې میاشتې تېرې شوې دي.