هندي چارواکو نن کشمیری وسله وال "محمد افضل ګورو" اعدام کړ او له امله یې په کشمېر کې شخړې رامنځ ته شوي دي.
ګورو وروسته له هغې په دار وځړول شو؛ چې په ۲۰۰۱ کال کې د هند په پارلمان باندې د حملو د پلان جوړولو په تور، مجرم وپیژندل شو.
د ۲۰۰۱ کال ډسمبر میاشت کې د هند په پارلمان باندې د حملې پر مهال شپږ امنیتي کسان؛ یو باغوان او پنځه تنه حمله کوونکي وژل شوي وو.
د هندي کشمیر د ځینو سیاسي ډلو په ګډون، د بشري حقونو یو شمیر ډلو ویلي، چې د افضل ګورو محاکمه عادلانه نه وه.
د افضل ګورو د اعدام د خبر له خپرېدو وروسته په کشمېر کې په ګرځیدو راګرځیدو باندې له بندیز لګونې سره سره، د امنیتي ځواکونو او سلونو اعتراض کوونکو تر منځ نښتې وشوې. پولیسو د مظاهره کوونکو د خورولو په مقصد له اوښکي بهوونکي غاز او برقې ډنډو نه کار واخیست.