ګرجستان: پولیسو د جمعې ورځې د اعتراضونو په تړاو درې تنه نیولي دي

د ګرجستان پولیسو په مرکز "تبلیسي" کې د جمعې د ورځې اعتراضونو په تړاو؛ چې له امله یې د جمهور رییس ساکاشویلي د ګوند په یو شمیر وکیلانو حملې شوې وې؛ درې کسان نیولې دي.

دا درې کسان د هغو تحقیقاتو په نتیجه کي نیول شوي؛ چې د ګرجستان د کورنیو چارو وزیر "ایراکلي غریباشویلې" یې د جمعې په ورځ د ترسره کولو ژمنه کړي وه.

د اعتراض کوونکو شاوخوا یوې قوې، درې سوه کسیزه ډلې له ملي کتابتون بهر د ساکاشویلي د ملي متحد غورځنګ ګوند په غړیو حمله کړي وه او د جمهور رییس مخه یې ونیوله چې ملت ته د خطاب وینا واوروي.

ساکاشویلې وروسته له هغې ملي کتابتون د وینا اورولو لپاره غوره کړ؛ چې واکمن ایتلاف ورته د جمعې په ورځ اجازه ورنه کړه چې د پارلمان له لارې خپله وینا واوروي.