په تونس کې د منځ لاري اسلامي ګوند غړي د حکومت په ملاتړ لاریون کوي

ټاکل شوې چې د تونس د واکمن منځ لاري اسلامي ګوند ملاتړي؛ په هیواد کې د حکومت ضد پراخو مظاهرو وروسته د حکومت په ملاتړ لاریون وکړي.

په دې هېواد کې وروسته له هغې مظاهرې وشوې؛ چې د وژل شوي مخالف سیاست وال "شکري بلعید" د جنازې په مراسمو کې په زرونو کسانو ګډون وکړ. نوموړی سیاست وال د چهارشنبې په ورځ د یوه وسله وال له خوا وژل شوی و.

واکمنه منځ لارې اسلام پالې ډله "النهضه" وایي؛ په خپلو ملاتړو یې غږ کړی، چې د شنبې په ورځ د ټونس په مرکزي برخې کې راټول شي او له قانوني اسمبلۍ څخه خپل ملاتړ وښیي.

د بلعید له قتل وروسته کیڼ اړخې ګوندونه له اسمبلۍ څخه ووتل.