د کندهار په هوايي ډګر کې یو ایرانی له جعلي اسنادو سره نیول شوی

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، یو ایراني تبعه چې دغه ولایت ته په جعلي اسنادو داخل شوی و؛ په هوايي ډګر کې د سرحدي پولیسو له خوا نیول شوی.

که څه هم کندهار ته د دغه ایراني تبعه د سفر هدف نه دی معلوم؛ خو چارواکي وايي، چې د موضوع په اړه تحقیق کیږي.

د یو بل خبر له مخې:

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوال میرزا محمد نصرت وايي؛ چې په دې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې درې مشکوک وسله وال طالبان نیول شوي دي.