لودین: د افغانستان د عالمانو شورای یو پلاوي پاکستان ته ځي

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا وايي، چې ټاکل شوې روانه اونۍ یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ شي؛ تر څو له پاکستانیو دیني عالمانو سره په کابل کې د ګډې غونډې د جوړیدو په اړه له پاکستانیو چارواکو سره خبرې وکړي.

افغان چارواکي هڅه کوي، چې د افغان پاکستانیو عالمانو په دې غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د جګړې پر ضد فتوا ترلاسه کړي.

په عین حال کې تیره ورځ د افغانستان د عالمانو سراسري شورا له جمهور رییس حامد کرزي سره لیدلي او په افغانستان کې یې جنګ او مسلمان وژنه ناروا بللې ده.

زموږ همکار احمد زبیر ژمن د افغانستان د عالمانو د شورا او د سولې دعالي شورا له مرستیال مولوي عطا الله لودین سره په دې مسایلو مرکه کړې، نوموړي په لومړي سر کې له جمهور رئیس سره د دیني عالمانو د وروستۍ غونډې په اړه معلومات ورکړي:

Your browser doesn’t support HTML5

له عطاالله لودین سره مرکه