امریکا: د سختو واورو له امله په لکونو خلکو باند برېښنا قطع شوې

د امریکا په شمال ختیځو سیمو کې په تیرو څو لسیزو کې تر بل هر وخت ډیره واوره شوې؛ چې شمالونه هم ورسره دي.

په دغو سیمو له تیرې شپې راهیسې دوکانونه تړل شوې دي او پر نژدې درې نیم لکه کسانو بریښنا قطع شوې ده.

د خرابې هوا له امله په زرګونو الوتنې ځنډیدلې دي. د نیویارک ښار هوایي ډګر تړل شوی.

د امریکا د هوا پیژندنې د ملي ادارې له اټکل سره سم به د شنبې په سهار هوا نوره هم په دې سیمو کې پسې خرابه شي.