پاکستان: بې پیلوټه الوتکې په جنوبي وزیرستان کې شپږ تنه وژلي دي

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، د افغانستان له پولې سره نژدې د پاکستان دننه د بې پيلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوې دي.

دغه برید د جنوبي وزیرستان په "بابرغر" سیمه کې شوی دی.
یوه امنیتي چارواکي وویل، په وژل شویو کې لږ تر لږه دوه تنه د القاعده غړي دي، چې یو یې د چاودیدونکو مواد متخصص و.

دا برید یوه ورځ وروسته تر دې شوی چې د (سي. ای. اې) لپاره نومول شوي جان برینن د سنا په استماعیه غونډه کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو دفاع وکړه.

بل لور ته پاکستان د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخالفت څرګند کړی دی؛ وایي، چې دا د دوی پر خاورې تیری دی.

پر شمالي وزیرستان دغه وروستی برید څو ساعته وروسته تر دې شوی چې یوه جګپوړي ډیپلومات وویل، اسلام اباد له امریکا سره د بې پيلوټه الوتکو د بریدو د مخنوي لپاره خبرې پیل کړې دي.