په پام کې ده چې نن په تونس کې د حکومت د یوه مخالف سیاستوال د تدفین د مراسمو سره چې په دې وروستیو کې ترور شوی، په یو وخت په دې هېواد اعتراضونه او مظاهرې هم وشي.
شکري بلعید د چارشنبې په ورځ هغه مهال د یو وسلوال کس له خوا په ډزو ووژل شو، چې په ټونس کې له خپل کورڅخه وتلی او خپل دفتر ته پر لاره وو .
د نوموړي وژنه د ټونس په پایتخت او نورو ښارونو کې د اعتراضونو سبب شوه.
پرون د اعتراض کونکو یوې ډلې د النهضه په نوم د اسلامپالې ډلې مرکزي دفتر ته اور واچوه، د دې ګوند مشر د تونس اوسنی صدراعظم حمدي جیبالي دي.
د چارشنبې په ورځ جبالي ویلي و، د تاوتریخوالې د کمولو لپاره حکومت ړنګوي او یوه غیرې ګوندې کابینه به جوړه کړي .
خو هغو ډلو چې د نوموړې له ګوند سره یې ایتلاف کړی، د هغه د دې اقدام مخالفت کړی دی .
څارونکي وايي، تونس دا مهال د اسلامپالو او د هغوی د سیکولر رقیبانو ترمنځ د شخړو په ډګر بدل شوی دی .
دا مهال د دې هېواد د حکومت مشري د اسلامپالو پر غاړه ده .