"زه یو کال دمخه له خپل لس کسیز ګروپ سره د سولې له پروسې سره یوځای شوم، وسله رانه د بادغیس ملي امنیت واخیسته، دولت راسره د ډیرو مرستو ژمنې وکړې، خو یوه یي هم پوره نه کړه، ځمکې، او کارو بار مو له لاسه ووت، هره ورځ د طالبانوله خوا په مرګ ګواښل کېږو، څو ځلي مې مقاماتو ته شکایتونو او غوښتنې وړاندې کړې، کابل ته هم له خپلو ملګرو سره یوځای لاړم، یو دفتر ته هم چاپرې نه ښودو."
ملاصدو وایي، نه یوازې دا چې، دولت ورسره مرسته ونه کړه بلکې هره شیبه د مخالفینو له خوا ګواښل کېږي او ژوند یې باوري نه دی.
ملاصدو دا هم وایي، تر اوسه څو ځلي امنیتي ځواکونو نیولی، ځورولی او بیرته یي خوشې کړی دی.
بل پخوانی طالب چې د سولې له پروسې سره یو ځای شوی له حکومته غواړي چې د سولې له پروسې سره یوځای شویو ته د کار او فعالیت زمینې برابرې کړي، د کندهار له ولایته ملاتورجان وایي:
"حکومت باید په لومړي سر کې د دوي امنیت ونیسي او بیا ورته په فابریکو او موسسو کې د کار زمینی برابرې کړي، ځکه دوي ډیره موده له کاره لیرې پاتې شوی او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي."
د افغانستان د بشر د حقونو فعالان وایي، دوي داسې راپورونه تر لاسه کړي، چې د سولې د پروسې سره له یوځای شویو سره نه یوازې دا چې لازمې مرستې نه کېږي بلکه اوس پرې هم شکونه کېږي.
د افغانستان د بشر د حقونو د سازمان ريیس لعل ګل لعل، په دې برخه کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د یوې واحدې ستراتیژی په جوړولو او پلي کولو تاکېد کوي:
"دولت او بهرني ځواکونه د سولې له پروسې سره یو ځای شوېو ته هم اهنګه پالیسي نه لري، داسې راپورونه هم لرو چې د سولې له پروسې سره یوځای شوی، امریکایي ځواکونو بیا نیولي، کله راخوشې شوي، بیا امنیتي ارګانونو نیولي دي.
نو د دې لپاره دا پروسه ښه پرمخ لاړه شي، دولت او بهرني ځواکونه باید دوي د مرستو واحد پروګرامونه ترتیب کړي. "
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، هغوي چې د سولې له پروسې سره یوځای کېږي، د مرستو پروګرامونه ورته ترتیب شوي او په منظمه توګه مرحله په مرحله پلي کېږي، د دې شورا مرستیال امین الدین مظفري ازادی رادیو ته وویل:
"دوي ته د امنیت د خوندیتوب یو کارډ ورکوو، چې کورني او بهرني ځواکونه ورسره کار ونلري او له هرڅه څخه ډیر، هڅه کوو چې دوي ته د کار زمینه برابره کړو.
موږ حرفه یي او انکشافي پروژې لرو، چې دوي په کې په کار بوختیږي.
د سولې د عالي شورا له تاسیس نه تر اوسه شاوخوا پنځه زره مخالفین د سولې له پروسې سره یوځای شوي، چې اکثره یې هیڅ شکایت نه لري."
ښاغلي مظفري دا هم وویل، په لومړي سر کې له دوي سره د درې میاشتو لپاره د ضروري موادو مرسته کېږي او له هغې وروسته د دوي د تعلیم، حرفې او کاري وړتیا په پام نیولې سره د کار زمیني برابریږي.
ده وویل، د کندهار ولایت د حج او اوقافو ريیس مولوي عبدالعزیز یو له همدې جملې څخه دی او سربیره په پر دې په سلګونو نورو ته په مختلفو پراختیایي پروژو کې د کار زمینی برابرې شوي، چې په کې بوخت دي.
ده زیاته کړه، د دوي د ستونزو حل ته په ولایتونو کې سیمه ییز دفترونه هم پرانیستل شوي دي.
په افغانستان کې ایساف ځواکونه وایي، هر هغه څوک چې له مخالفته لاس اخلي، وسله پر ځمکه ږدي او د سولې له پروسې سره یوځای کېږي، د افغان حکومت له پالیسی سره سم یې ملاتړ کوي.