امریکا د سوریې د رژیم مخالفینو ته د وسلو د چمتو کولو له پروسږن پلانه خپل ملاتړ وکړ

د امریکا دفاع وزارت د سوریې د رژیم مخالفینو ته د وسلو د چمتو کولو له پروسږن پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارتین دیمپسي پرون د سنا د پوځي خدماتو کمیټې ته وویل، پنټاګون له دې پلان څخه چې وړاندیز یې د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشر دیویدپېترایوس کړی او د بهرنیوچارو پخوانۍ وزیرې هیلیري کلېنټن یې پلوي کړې ده ملاتړ کوي.

ویل کېږي، چې د ولسمشر بشاراسد د رژیم مخالفینو ته د وسلو چمتو کول اوس د ولسمشر اوباما په اداره کې د بحثونو مهمه موضوع ده. ولسمشر اوباما ویلي، چې غواړي د سوریې بحران له پوځي لارې نه بلکې له سیاسي لارې حل کړي.