افغان چارواکي وايي، په دولتي ادارو کې د فساد په اړه د ملګرو- ملتونو د راپور ارقام که څه هم له مبالغې ډک دی، خو دوي د دې راپور د جزییاتو په اړه څېړنې کوي.
د ملګروملتونو د مخدروموادو او جرایمو ضد ادارې د نوې سروې له مخې په 2012 کال کې په افغانستان کې د فساد کچه ناڅاپه څه کم څلور میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده او فساد له 2009 تر 2012 کاله په دولتي ادارو کې په سلو کې 40 زیات شوی.
د حکومت د رسنیو د دفتر مشر صفت الله صحاف ساپی وايي چې د دې راپور په اړه د حکومت د څېړنو نتایج به ډېرژر اعلان شي خو ښاغلي ساپي زیاته کړه، ده ته داسې ښکاري چې ښايي په دې راپور کې به مبالغه شوې وي.