د بلخ په کشندې کې د یوه ماین په چاودنه کې د دې ولسوالۍ د امنیې قومندان په شمول څلور تنه وژل شوي

د بلخ ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې د دې ولسوالۍ د امنیې قومندان په شمول څلور تنه وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وايي، چې د سړک د غاړې د ماین په دې چاودنه کې د کشندې ولسوالۍ د امنیې قومندان سمونوال نصرالدین د هغه له درېيو سرتېرو سره وژل شوي او یو بل سرتیری هم ټپی دی.

د حملې مسئولیت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستی.