لغمان: په جلاجلا نښتو کې نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ویلي؛ چې تېرماښام د الینګار ولسوالۍ په لوکاټ سیمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې وه؛ چې په پایله کې دوه تنه وسله وال وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د یو بل خبر له مخې سرحدي ځواک وايي، چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د الینګار ولسوالۍ د ټينګور په سیمه کې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په وسله واله نښته کې یو تن وسله وال وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

په لغمان کې د یادو پيښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.