د اروپايي ټولنې مشران نن د راتلونکې ۷ کلنې بودیجې په اړه سختې خبرې پیلوي

د اروپايي ټولنې مشران نن د راتلونکې ۷ کلنې بودیجې په اړه دوه ورځنۍ سختې خبرې اترې پیلوي.

وروسته له هغې چې د اروپايي ټولنې مشران په تیر نومبر میاشت کې په دې اړه کومې موافقې ته ونه رسیدل اوس په دوهمه غونډه کې د بودیجې په سر د موافقې هڅه کوي.

د اروپا کمیسون چې یو اجرائیوي ارګان دی د ۲۰۱۴ څخه د ۲۰۲۰ کلونو لپاره یو عشاریه ۴ تریلیون ډالر بودیجه پیشنهاد کړه.

خو وروسته يې له دې پیسو څخه یو عشاریه پینځه ویشت میلیارده ډالر کم کړه چې مجموعي بودیجه اوس شاوخوا ۱۳۷ میلیارده ډالرو ته رسیږي.

د جرمني او بریتانيې په شمول د اروپا شمالي غړي هیوادونه د خپلو ملي بودیجو کموالي ته په پام سره د اروپايي ټولنې لپاره د کمې بودیجي ملاتړ کوي.