م.م: په افغانستان کې د اداري فساد له درکه ترلاسه کیدونکو پیسې ۴۰ فیصده زیاتې شوي

د ملګرو ملتونو له جرمونو او مخدره موادو سره د مبارې اداره وايي، چې په افغانستان کې د اداري فساد له درکه ترلاسه کیدونکو پیسې څلویښت فیصده زیاتې شوي دي او تیر کال په دې هېواد دغه رقم درې عشاریه نهو میلیارډو ډالرو ته رسیدلی.

د ملګرو ملتونو له جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې اداره په خپلې نوې سروې کې وایي، چې په تیرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې اداري فساد څلویښت فیصده زیات شوی دي.

دغه سروې، چې د ټول هېواد په کچه ده، له شپږ زره او اوه سوه تنو سره ورباندې مرکې شوي.

په دې سروې کې راغلي، چې د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو، د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو کې اداري فساد تر بل هر وخته ډیر شوی دی.