حامد کرزی بریـتانیې ناروې او مصر ته له سفره وروسته کابل ته راورسید

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی بریـتانیې ناروې او مصر ته له سفر وروسته نن سهار کابل ته راورسید.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویلي، چې ښاغلي کرزي په خپل دغه پنځه ورځني سفر کې د افغانستان، پاکستان او بریټانیې په درې اړخیزه غونډه کې کې چې په لندن کې وشوه برخه واخیسته.

په دې درې اړخیزه غونډه کې له ګډون وروسته ولسمشرکرزی د ناروې پایتخت اوسلو ته ولاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د اوږد مهاله ستراتيژیکو اړیکو موافقتنامه لاسلیک کړه.

ښاغي کرزي د خپل سفر په وروستیو کې مصر ته ورغی او د اسلامي هېوادونو په دولسمه غونډه کې یې ګډون وکړ.

له بلې خوا د ولسمشر کرزي ویاند ویلي، چې د سولې له پروسې ځيني هېوادونه هڅه کوي چې د ځان په ګټه استفاده وکړي.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ځيني هېوادونه غواړي د افغانستان د سولې پروسه د دوي په لاس کې وي او له هغې څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي.

د ولسمشر کرزي وياند ايميل فيضي دا خبره په داسې حال کې وکړه، چې وسله والو طالبانو په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بريتانيا د مشرانو خبرې او دا ژمنه چې په شپږو مياشتو کې به وسله وال طالبان د سولې په بهير ورګډوي، رد کړه.