په بامیانو کې امنیتي ځواکونو یوه اندازه جنګي مهمات کشف او ضبط کړي

په بامیانو ولایت کې امنیتي ځواکونو د یو اندازه جنګي مهماتو له کشف او ضبط خبر ورکوي.

د بامیان ولایت د امنیې قومندانۍ د دفتر مدیر څارمن احمدعلي یار له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د استخباراتو موظفینو د دغه ولایت له کهمرد ولسوالۍ څخه یوه اندازه جنګي مهمات چې په کې یوه میل تفنګچه، اوو لاسي بمونه، اوه د پرسونل ضد ماینونه، د راکټ اوو مرمۍ او د پیکا یوه اندازه مرمۍ تر لاسه کړي دي.

په بامیان کې چې د افغانستان تر ټولو امن ولایت شمیرل کیږي ورته پیښې ډېرې لږې لیدل کیږي.