که یو خوا د پلار مرګ شاکرالله کرامت ته د پلار د اوږو بار هم ورپه اوږه کړ، نو بلخوا ځينو کلیوالو نه غوښتل، چې دی پرمختګ وکړي، ځکه د دې پر ځای چې حوصله ورکړي، زړه یې وساتي، له درسه یې منع کاوه او مزدورۍ ته یې هڅاوه، خو د هغه مهال یې هم له ستونځو سره مقابله وکړه او یوازې د خپل زړه غږ یې واورید.
که ځير شو، نو پوه به شو، چې نه خدای خوښيو او ارامۍ ته دومره حوصله ورکړې، چې تل مو ملګرې واوسي او نه یې هم غمونو او ستونځو ته دومره زور ورکړی، چې هره شېبه دې موږ وځوروي، د کرامت د بخت ستوري هم یو وخت له خنډونو او بندیزونو پاکه لار ومونده او داسې پرې روان شو، چې نیکمرغي او سوکالي یې په برخه شوه.
کرامت مو د خپل ژوند په دوو داسې خاطرو کې شریکوي، چې یوه خاطره به یې تر عمره خپله کړې خواري ورته قدرمنه ښيي (هغه د خپلې مور ارمان پوره کړ، چې غوښتل یې حج وکړي) او بله به یې تر مرګه هم تکبر او غرور کولو ته پرې نږدي (۱۵ کاله پخوا ناروغه شوی و، یوه ملګري یې ډاکټر ته وروستلی و او د ډاکټر فیس یې هم ملګري ورکړی و، خو ده تر اوسه د هغې نسخې دوا نده اخیستې، ځکه یې هغه نسخه له ځانه سره ساتلې، چې تکبر او غرور ورنه ونشي).
وايي ښه انسانان چې خدای پاک څومره پر مخ بیايي هغومره نیک کیږي، خاکساره کیږي او ښيګڼې یې زیاتيږي، خو بد انسانان چې څومره پرمخ ځي بدګڼې یې هم زیاتيږي.
شاکرالله کرامت که په روغتون او خپل شخصي لابراتوار کې د ډاکټرۍ سپينه چپن اغوندي، خو چې کلي ته لاړ شي، نو له خپل ورور سره په دوکان کې مرسته کوي او پوله پټی هم کوي. دی له نورو ځوانانو هم همداسې څه غواړي.
د څو ولایتونو ځوانان هم ځينې یې د سیدالرحمن خبره تايئدوي او ځينې یې بیا دا خبره نه مني.
خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش بیا د کانکور ازموینه یوه شفافه او له هر ډول درغلۍ او لاس وهنې پاکه بولي، خو دا مني، چې تر دې پخوا ځينې ستونځې وې.
د ننګرهار ولایت اوسیدونکی ابراهیم هم د موبایل له لارې د پوښتنو د ځوابونو د کلۍ لیږلو خبره تايئدوي.
خو نوربخش دا ادعاوې هم ناسمه بولي اووايي، چې د کانکور د ازموینې د هر پړاو او ګروپونو پوښتنې د بل پړاو او ګروپونو له پوښتنو سره توپیر لري، چې په هيڅ ډول د داسې یوه کار د کیدو امکان نشته او دی وايي، چې که څوک کوم موثق اسناد لري، موږ سره دې شریک کړي.
سږ کال هم زرګونه ځوانانو د کانکور ازموینه ورکړه، خو یوازې ټاکل شوې شمیر کسان به یې لوړو زده کړو ته لار ومومي، نو که د کانکور پروسه شفافه وي، اهل او وړ کسان به بریالي شي او که د درغلیو خبره ریښتیا وي، نو ډیر کم سواده به ښو ښو پوهنځيو ته بریالي شي او لامله به یې د تکړه ځوانانو حق وخوړل شي.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبه او یکشنبه له ازادۍ راډیو خپریږي.