د افغانستان د سولې له پروسې ځيني هېوادونه هڅه کوي چې د ځان په ګټه استفاده وکړي

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ويندوي وايي، چې د افغانستان د سولې له پروسې څخه ځيني نور هېوادونه هڅه کوي چې د ځان په ګټه استفاده وکړي.

د افغانستان د ولسمشر وياند وايي، ځيني هيوادونه غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه د دوي په لاس کې وي او له هغې څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي.

د ولسمشر کرزي وياند ايميل فيضي دا خبره په داسې حال کې وکړه، چې وسله والو طالبانو په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بريتانيا د مشرانو خبرې او دا ژمنه چې په شپږو مياشتو کې به وسله وال طالبان د سولې په بهير ورګډوي، رد کړه.

د ولسمشر کرزي وياند ايميل فيضي چې اشاره يې ظاهراً پاکستان ته وه وويل چې د سولې پروسه ډېره پېچلې او ستونزمنه پروسه ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير رونالډ نيومن وايي، تر څو چې طالبان سولې ته غاړه کښېنږدي په راتلونکو څو مياشتو کې د افغانستان د جګړې د پاي ته رسېدو تمه نشته.