په بدخشان کې د واورو وروستیو ورښتونو خلکو ته تنفسي ناروغۍ پیدا کړي

په بدخشان کې د واورو وروستیو ورښتونو خلکو ته تنفسي ناروغۍ پیدا کړي دي.

د بدخشان ولایت اوسیدونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې د لارو بند پاتې کیدل او د سړو له امله یې ډیری ماشومان او زاړه د والګي او ټوخي په شان په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

بدخشان ته د فواید عامې وزارت مرستیال په خپل سفر کې ژمنه کړې وه، چې د واورو د پاکولو لپاره یې له یوې کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی، خو د خلکو په خبره د واورو د پاکولو او یا هغوي ته د خوراکي موادو د لیږد په خاطر هيڅ کوم کار نه دی شوی.