د ایران ولسمشر پر مصر غږ وکړ، چې له ایران سره ستراتیژیک اتحاد رامنځته کړي

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد پر مصر غږ وکړ، چې له ایران سره ستراتیژیک اتحاد رامنځ ته کړي.

احمدی نژاد بهرني قوتونه تورن کړل، چې د ده په وینا نه پریږدي چې دغه دواړه هېوادونه سره نژدې شي.

احمدي نژاد دا څرګندونې پرون په قاهره کې وکړې.

هغه د ایران لومړنی ولسمشر دی، چې په څه باندې درې لسیزو کې له قاهرې څخه کتنه کوي.

دواړو هېوادونو په ۱۹۷۹ کال په ایران کې د اسلامي انقلاب وروسته چې کله مصر له اسراییل سره د سولې تړون لاسلیک کړ، دوه اړخیزې اړیکی پرې کړل.

په قاهره کې دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبرصالحي اعلان وکړچې ایران به مصري سوداګرو او توریستانو ته د ویزې شرایط لغوه کړي.

د مصر دولتي اژانس مینا د صالحي له قوله خبرورکوي چې وایي هغه همداراز وویل چې د ایران او مصر ترمنځ اړیکې هره ورځ مخ په ښه کیدو دي.

د مصر ولسمشر محمد مرسي د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې د ګډون لپاره قاهرې ته د احمدي نژاد ته د ورتګ تود هرکلی وکړ.