د امريکا متحدو ايالتونو د ايران د تېلو د عوايدو د لا کمېدو لپاره نور سخت بنديزونه تصويب کړل.
د متحدو ايالتونو د خزانې وزارت په يوه اعلاميه کې پرون وويل، دا اقدام له ايران سره د دغه هيواد د تېلو د اخيستونکو اړيکې محدودوي.
ايران د تېلو له درکه ترلاسه کېدونکې پيسې پر خپل اتومي پروګرام لګوي چې لوېديځ وايي د دغه پروګرام هدف اتومي وسله ده، خو ايران دا خبره ردوي.
د امريکا د خزانې وزارت د ايران راډيو تلويزيون او د هغه رييس عزت الله زرغامي، دغه راز د ايران انترنتي پوليسو او د دغه هيواد اليکترونيک صنعت ته د پيسو په انتقال بنديز ولګاوه او په هغو پوري اړونده پيسې يې کنګل کړې.
ادعا کېږي، چې د ايران حکومت له دغو ټولو څخه د سانسور په لګولو کې کار اخلي.