د افغانستان د کرکټ الف ټيم د کراچۍ او حيدراباد ټيم ته د ماتې له ورکولو وروسته نورو سيالیو ته تياری نيسي

د افغانستان د کرکټ الف ټيم د پاکستان د کراچۍ او حيدراباد منتخب ټيم ته د ماتې له ورکولو وروسته د ملتان – بهاولپور له لوبډلې سره سيالۍ ته تياري نيسي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان الف ټيم سبا/جمعه/ د ملتان او بهاولپور له منتخب ټيم سره د ملتان په لوبغالي کې مسابقې ته راووځي.

د افغانستان د کرکټ الف ټيم پرون د کراچۍ او حيدراباد ګډ ټيم ته په نهو 9 ويکټونو ماتې ورکړه.

په پرونۍ مسابقه کې همزه هوتک ډېر ښه وځلېد او 5 پاکستاني لوبغاړي يې وسوځول.