"افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد څلورم پړاو به ژر پیل شي"

ایساف وایي، چې د روانې میلادي میاشتې په اوږدو کې به افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد څلورم پړاو هم پیل شي.

د ایساف ویاند د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د دې جوګه دي چې د خپل هېواد امنیتي چارې په غاړه واخلي.

سره له دې چې افغان حکومت او یو شمېر عام افغانان د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز او تقویې په برخه کې اندیښمن دي، خو ایساف وایي، چې ډیر ژر به د امنیتي مسوولیتونو د لیږد څلورم پړاو هم پیل شي.

د ایساف ویاند جنرال ګونتر کتس د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د امنیتي مسوولیتونو د څلورم پړاو په ترسره کیدو سره به د افغانستان د نوي فیصده برخې امنیت افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

دی وایي، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د ټول افغانستان امنیتي چارې په بشپړه توګه افغان امنیتي ځواکونه ترلاسه کړي:

"هیله مند یو، چې افغان امنیتي ځواکونو د امنیتي مسوولیتونو د لیږد څلورم پړاو د همدې فبروري په میاشت کې پیل شي.

موږ باور لرو، چې دا برنامه به په بشپړه او بریالۍ توګه په ټول افغانستان کې پلي شي.

ولسمشر کرزي په واشنګتن ویلي، چې پنځمه مرحله به د راتلونکي کال په پسرلي کې اعلان کړي."


د رپوټونو له مخې د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د څلورم پړاو په ترسره کیدو سره به د افغانستان د درویشتو ولایتونو یوولس فیصده وګړي د امنیتي مسوولیتونو د لیږد پروسې تر پوښښ لاندې راشي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم مخکې تر دې ویلي، چې څلورم پړاو به له هغو سیمو پیل کړي، چې له جدي امنیتي ستونزو سره مخامخ وي.

په ورته وخت کې د ایساف ویاند وایي، چې افغان امنیتي ځواکونه د دې جوګه دي چې د خپل هېواد ټول امنیتي مسوولیت په غاړه واخلي.

دی همدا راز وایي، چې تیر کال نړېوالې ټولنې له افغان ځواکونو سره د جنګي وسایلو په برخه کې مرسته وکړه او په عصري او پرمخ تللو وسایلو او تجهیزاتو د هغوي سمبالول دوام لري.

ګونتر کتس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان به له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته له ستونزو سره مخامخ شي که نه او نړېوال ځواکونه به له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او که نه داسې ځواب ووایه:

"له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته ایساف محاربوي رول نه لري او جګړه نه کوي.

سره له دې چې نړېوال ځواکونه به په افغانستان کې وي خو ماموریت به یې یو بل نوم بدل شي او ان شمېر کې به یې هم تغیرات راشي او کار به یې هم یواځې افغان ځواکونو ته زده او مشوره ورکول وي."


افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لیږد د تیرکال د سرطان په میاشت کې پیل شو.

ټاکل شوې، چې د دوه زره دیارلسم میلادي کال په نیمايي کې د ټول افغانستان امنیتي مسوولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

خو د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز او تقویې ته په پام، داسې اندیښنې موجودې دي چې ښایی دوي په دې برخه کې له جدي ستونزو او ننګونو سره مخامخ شي.

راپور: جمیله ظریف